انصار: (د مرغومی۱۸ مه) د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي ريیس د یکشنبې په ورځ وویل چې د کرمان په دوو چاودونو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ (د جدې ۱۳ مه) په کرمان کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو په نتیجه کې ۱۲ افغانان وژل شوي دي.
د کرمان د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې ريیس محمد جلالي فرد وویل:«د کرمان د شهیدانو ګلزار په ترهګره پېښه کې تراوسه ۱۴ افغانان شهیدان شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.»
د ده په وینا د ۶ ټپیانو حال ښه نه وو او تراوسه په روغتون کې دي خو نور له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو په نتیجه کې نژدې سل تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۸۰ نور ژوبل شول.
د ډیرو د باور خلاف په دې چاودنو کې اکثره وژل شوي افغانان پښتانه وو. هغوی د غونډې دځای په شاوخوا کې اوسیدل او د وړیا وېشل کېدونکې ډوډۍ لپاره د پېښې ځای ته تللي وو.
داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29480